دښار جوړونې وزارت: یونیم ملیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د ښارجوړنې وزارت وایي د ټول هېواد په کچه څه باندې یونیم میلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
ددغه وزارت چارواکي وایي، له غاصبينو د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو هڅې یې پیل کړې او په همدې موخه یې د نږدې شل زره غاصبينو نوملړ چمتو او عدلي او قضایي ادارو ته سپارلی دی. د دولتي ځمکو کموالي په ډېرو ښارونو کې د پراختیایي او ودانیزو چارو مخه ډب کړې ده.
له دې ډلې د کابل په څنګ لوري، پل علم ښار کې دولتي ځمکه بیخي خلاصه شوې ده. په لوګر کې پر نا امنیو سربېره د ځمکو غصب او له دې امله د را ولاړو شویو لانجو لوړپوړي امنتیي چارواکي بوخت ساتلي.
دې ولایت کې د دولتي غصب شویو ځمکو بېرته خلاصون ته تر ټولو جدي ګام دا دی چې هلته د پولیسو د مشر په لارښوونه لسګونه هغه کورونه ویجاړ شوي چې پر غصب شویو ځمکو ودان شوي دي.
د لوګر امنیه قومندان وايي که که عدلي او قضايي ادارې نور غاصبین ور وپېژني دی به یې حساب کتاب ته حاضر کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments