دډيټابس د انکشاف مراحل

comments 0

0 Views

په عمومي توګه ډېری اداری د ډیتابس جوړول د Enterprise Data model نه پیلوي.
EDM په حقیقت کی د یوې ادارې د ډېتابس عمومي منځپانګه جوړوي
کله چی مونږ د یومعلوماتی سیستم د جوړولواراده وکړو نو بی له ځنډه EDM راپه یادیږی. ددی څخه هدف دادی چی څنګه کولای شو د یوی اداری د ډیټا عمومی نقشه جوړه کړو
یا په بل عبارت دا ټکی د ډیټابس ډیزاینول مونږ ته نه بیانوی بلکه د یوی اداری د ډیټا انځورول مونږ ته را ښی.
EDM د معلوماتی سیستم یوه برخه ده
Information system Architecture: یو نظری پلان دی،چی دیوې ادارې د راتلونکي معلوماتي سیستم پوری اړوند معلومات تشریح کوي.
ISA له شپږو برخو څخه جوړ دی:
1- ډېټا (Data).
2- د ډېټا هغه بهیر،چی ډېټا ترسره کوی ، دغه ډول پروسې په Data flow model کی ښودل کیږي.

3-نیټورک یا شبکه ،چې دیوی اداری یا څو ادارو ترمینځ د ډیټا لیږد رالیږد ښیي.
4- هغه خلک ، چی ډېتابس سره په اړیکه کې دي ، یاپه بل ډول لېږونکي یا اخېستونکي.
یا هغه کسان ،چی ډېتابس ته یو څه ورزیاتوي او نور کسان ترې ګټه اخلي.
5-هغه پېښې ،چی په یو وخت کی د یو پروسې د ترسره کولو لپاره واقع کیږي دا هم کېدای شي په state transaction Diagram کی وښودل شي.
6- هغه لاملونه ، چی د هغه په واسطه معمولا د ډېتا پروسی اداره کېدای شي،چی ډېری په متني ډول ښودل کیږي
د بېلګې په ډول : که د help desk ډېتابس په نظر کی ونیسو، نو دا چی یو ټکټ د چا په واسطه پرانېستل کیږي او ولی؟ او بیا څوک دا ټکټ ؛ نوی کوي ،اوڅوک یی بندوي.
دا ټول ولې ترسره کیږی؟ دا ددې لپاره ،چې پېرېدونکي ستونزې لری او د حل لپاره یې انجینیر باید هلته لاړ شي ، له راګرځېدو نه وروسته باید خپل راپور په ټکټ کې ولیکي او بالاخره customer care center یی باید تصدیق کړي اوبیا ټکټ بند کړي.
IE (information Engineering):
ISA د معلوماتي سیستم د پلانکونکو په واسطه جوړیږی.
دوی ددی موخې لپاره د یو ځانګړي میتود یا تګلارې څخه کار اخلي ، چی دغې تګلارې ته ( IE ) ویل کیږي( IE ) د هغه ډېټا په پوهېدو،چی د معلوماتي سیستم پورې تړلې وي ټینګار کوي.
(IE ) د Top down Approach لاره تعقیبوي ، چی په دغې تګلارې کی د یو ټاکلي معلوماتی سیستم د جوړولو لپاره په زیاته اندازه معلوماتو ته ضروت وي ، یا په بل عبارت د یوې کمپنۍ د بګرا ونډ یا شالید له مطالعې نه زیات معلومات لاس ته راتلای شي، خو مونږ ته یی یوازې هغه معلومات په کار دي کوم ، چی د معلوماتي سیستم په جوړولو کی اړین بریښي، دغه ډول معلومات د پورتنۍ طریقې یا تګلارې په واسطه لاس ته راتلای شي.
د بېلګې په توګه : مونږ د خپلو پېرېدونکو، تولیداتو، برابرونکو او پلورونکو په اړه معلومات د Top down Approach په واسطه پیدا کولای شو، نه هغه معلومات ، چی د سیستم دا خلونکې صفحه (entering screen) به څنګه وی؟ یا د پلورل شویو مالونو د راپور بڼه باید څنګه وي؟
(IE) له څلوربرخوڅخه جوړدی ۱- پلان ۲- تحلیل او تجزیه ۳- ډیزاین ۴- د تطبیق مرحله
1- پلان (planning) : د( IE ) د پلان برخې څخه موخه داده ، چی د معلوماتي سیستم او د کمپنۍ ستراتېژي باید په ټکر کې نه وي.
د پلان برخه له درېیو نورو برخو جوړه ده ، چی عبارت دي له :
۱- identifying strategic planning factors: دا برخه د کمپنۍ اصلي موخې او په کمپنۍ کی شته ستونزې مونږ ته په ګوته کوي.
دابرخه په درېیو نورو برخو وېشل کیږي:
· اهداف.
· هغه فکتورونه ، چی باید بریالي شی.
· شته ستونزې.
د بیلګې په توګه د یوی ( ISP) آره موخه)اصلی هدف) د انټرنیټي چوپړونو یا خدمتونو وړاندی کول دي او هغه فکتورونه ، چی باید بریالي شي عبارت دي له : ښه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کول ، د ښو او عالي وسایلو کارونه او په بازار کی رقابت کول یا داسی نور….
هغه ستونزې ، چی دې موخو ته د رسېدو مخنیوی کوي : دا امکان شته ، چی کمپنۍ رقابت ونه شي کړای یا یی کارکونکي پوره وړتیا ونه لري یا د کمپنۍ مدیران ونه شي کړای خپله کمپنۍ په سمه توګه اداره کړي.
۲- Identifying corporate planning objects : دا برخه د یوې کمپنۍ کاري ساحه ټاکي.
دا برخه هم له پنځو نوروبرخو جوړه ده ، چی عبارت دي له :

· اداري تشکیل یا جوړښت: دا په ګوته کوي،چې یوه کمپنی له څو ډ یپارتمنټونویا څانګوڅخه جوړه شوې دبېلګې په ډول انجینری ، د بشري منابعو څانګه ، مالي څانګه ، اداري څانګه.
· اداري موقیعت : دا په ګوته کوي، چی یوه کمپنۍ یو مرکزي دفتر لري او که په مختلفو ځایونو کې څانګې هم لري. Business Function: دا د کمپنۍ یو کاردی ، چی د یوې څانګې یا ډېرو څانګو په واسطه ترسره کیږي،د بیلګې په ډول پلورل ، چی یو Business Function دی د پلورلو (sales)، مالي او انجینري درېیو څانګو په ګډه کار دی ، چی باید یی ترسره کړي.
د پلورلو څانګه باید پېرېدونکی پیدا کړي.
مالي څانګه باید د وسایلو قیمت وټاکی او له پېرېدونکي څخه پیسې تر لاسه کړي.
انجینري څانګه باید هغه وسایل انسټال ( ) کړي ،چې کارته تیار شي او د هغه څارنه وکړي ، چی که کومه ستونزه پیدا کیږي باید هغه هواره او حل یی کړي.
· Entity Type: هغه معلومات ، چی د یو شخص ، ځای ، شیانو په اړه د یوې کمپنی لپاره مهم دي او کمپنی غواړي ، چی له ځان سره یی وساتي یا ذخیره کړي ،نو د ډېټابس د علم له مخی دا معلومات د Entity په نامه یادیږي او ښودل کیږی. دبېلګې په ډول پېرېدونکي ، تولیدات ، وسایل ، کارکونکي ، چی یو ډول Entities دي.
· Information system:
۳-Developing an Enterprise Model:په دی برخه کی دری توکي شامل دي :
· Functional Decomposition: د یوې یا څو ادارو ګډ کار،چی ورته business-function ویل کیږي د ساده کولو او اسانولو لپاره په څو وړو برخو وېشلو ته Functional Decomposition ویل کیږی.
· Enterprise Data Model ته entity relationship diagram هم ویل کیږي دا ددې لپاره ، چی د Entities او پلان شویو objects تر مینځ اړیکی په یو ګرافیکي شکل کی ښیي.
· د پلان شوي objects تر مینځ اړیکو ښودولو تر ټولو ساده لار د مټرېکس په نامه یادیږي.
بیلګه : موقیعت- فنکشن : دا مټرېکس ښیي ، چی کوم کار په کوم ځای کې ترسره کیږي.
نور بیا..

Share this page to Telegram

Comments