دچرګ کوفته

comments 0

0 Views

دچرګ کوفتهد اړتیا ور مواد:
1. یوه دانه میانه چرګ .
2. 2 دانی میانه په اوبو کی ایشول سوی ځوړڼی پټاټې .
3. 2 دانی هګۍ .
4. 2 کاچوغی پنیر موزاریلا ستاسو خوښه .
5. مالګه .
6. مرچک .
7. مساله .
8. هګی.
دچرګ دکوفتې جوړول
1-اول به چرګ ښه پاک بریولو بیا به یې په دیګ کی چرګ ، مالګی ، هیل ، مرچک، پیاز سره په اوبو کی پوخ کړی
2- دښوروا څخه به یې راوباسی پوټکی او هډوکی به ځنی لری که دکوفتی ماشین وی بیا به یې غټه کوفته کړی هغه خوړینه پټاټه به په ګډه کړی لږ هګی او مساله ټول به سره ګډ کړی
3ـ تراش سوی پنیر او رومی په یوه لوښی کی تیار درته کښیږدی
1- کوفته به ټکې کړی بیا به یې په هګۍ ولړی وروسته به یې په رومیانو او پنیر کی غوټه کړی
2- جوړی سوی دکوفتې ټکۍ به په یخچال کی 1- 2 ساعتو کښیږدی چی لږ څه جامد سی
3- کوفته به په غوړو کی سره کړی چی رنګ یې ژړ سی نه تور بر ګاغذ به یې کښیږدی چی غوړی یې وننیږی
ومیلنو اوماشومانو ته به یې دکاهو ، نعناع ، تازه پیاز ، لیمبو سره .

Share this page to Telegram

Comments