ديني علما: ځانمرګي بریدونه حرام دي او د پاکستان فتواوې هم ناقصې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: نن يو زيات شمېر ديني علماوو په کابل کې د خبري ناستې په لړ کې په کابل کې او نورو ولايتونو کې د داعش او طالبانو وروستي وحشتونه په کلکو ټکو وغندل او ويي ویل چې ترهګر هر هغه څه چې کوي د اسلام او افغانستان پر ضد دي.

دوی په اعلاميه کې وويل:«د بي گناه مسلمانانو وژل او ځانمرګي بريدونه حرام دي او د وروستیو ورځو وحشتونه په کابل، کندهار او ننګرهار کې شوي دي په کلکو ټکو غندي، د کابل بریدونه خصوصا د صدارت څلور لارې بريد چې سلګونو افغانان پکې شهيدان شول په کلکه غندي او هغه غیراسلامي او غیر انساني عمل بولي. د افغانستان علما د لوی خدای له دربار څخه شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيآنو ته يي سم لاسي روغتيا او خپلوانو ته يي د جميل صبر غوښتنه کوي او خپل ځانونه په دې ستر غم کې شريک بولي.»

دوی زياته کړه:«د ملي وحدت د حکومت پر مشرانو غږ کوو چې د افغان ولس د ځان او مال په ساتنه کې چې د دوی ديني وجيبه ده جدي اقدامات ترسره کړي او د شهيدانو او ټپيانو له کورنۍ  جدي مرسته وکړي.»

علما زیاتوي چې،ځانمرګي بريدونه هيڅ ديني توجې نلري او د هغوی جنګ د افغان مجاهد ملت پر خلاف دي او ملي امنيتی ځواکونه باید ددې وحشتونو مخه په جدي ډول ونيسي.

دوی د پاکستان د علماوو وروستۍ خبرې فتوا نه بلکه يو طرفه ابلاغیه وبلله او ويي ويل:«د انتحار د حرمت په اړه د پاکستاني علماوو وروستۍ ابلاغیه چې هغوی د فتوا نوم ورکړی دی په داسې حال کې چې په کومو موضوعاتو کې صريح نصوص موجود وي د فتوا مجال نشته،دا ابلاغيه له قرآن او سنت سره سمه ده چې وروسته له څو کلونو  يي پر حق ژبه وخوځيده په داسې حال کې چې د سعودي عربستان، د الاظهر جامعې، ديوبند،اندونیزيا او افغان علماوو يي کلونه مخکې د حرمت غږ کړی وو. باکستاني ملایانو دا ابلاغیه ناقصه ورکړې او دا وحشتونه يي صرف په پاکستان کې حرام کړي دي حال دا چې قرآن کريم ټول بشريت ته راغلی نه يوازې پاکستان ته بلکه احکام يي د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره دي.»

علماوو د اندونیزيا د ولسمشر د وروستيو خبرو د هرکلي په لړ کې وويل:«د افغانستان علما د اندونيزيا د ولسمشر هغه وړاندیز چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د علماوو د کنفرانس د جوړیدا هر کلی کوي او د ياد هیواد رول چې تر ټولو ستر اسلامي هیواد  دی د افغانستان د ستونزو د حل لپاره اغیزمن بولي.»

دوی وويل چې ډيری پاکستاني ملایان چې فتواوې ورکوي دايم الخمر وي:«پاکستانی ملا طاهراشرفي مفروع القلم ده، معذور ده، د شرابو بوتلونه يي په موټر کې ګیر شوي دي او خبرې  يي سمې نه دي.»

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وروستي قاطعانه دريځ په تړاو دوی وويل:« د امریکا د ولسمشرۍ خبرې طالبانو ته ځکه د رد ځواب وو دوی به ويل چې موږ له افغان حکومت نه بلکه له امریکا سره خبرې کوو خو داده امریکا خپله خبره ور روښانه کړه اوس يي وخت دی چې دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کيني او نور د وحشتونو لړۍ وروستۍ کړي.»

دوی روانه جګړه پردۍ او تپل شوې وبلله:«د افغانستان جګړه تپل شوې ده، د بهرنیو هغو لاسونه پکې دي چې د افغانستان وحدت نه غواړي، د افغانستان د خلکو خشوالي نه غواړي، نه غواړي افغانستان ودان شي، دوی هغه خلک چې له تیرو ۴۰ کلونو را هيسې د افغانستان د تجزيي او هضم اراده يي لرله، دا جګړه تپل شوې په ډير صراحت سره باید ووايم چې زموږ رسنۍ او خصوصا هغه چې فعالې دي باید ملي ګټو ته ژمنې و اوسي،بهرنۍ رسنۍ چې تبلیغات کوي باید دوی يي مخه ونيسي، او پر خپلو ټولو چارواکو،حکومت او سياستوالو غواړم چې لاسونه سره ورکړي او په ملی يو والي سره وطن له روان ناورینه وباسو. سياسي شنونکي باید ملي ګټو ته ژمن شي څو وحشت ته د پای ټکی کيښودل شي.»

علماوو له رسنیو، سياستوالو او شنونکو هم غوښتنې درلودې:«ولس زموږ له علماوو سره دی، ولس زموږ خبره اوري او زموږ خبرو ته غوږ دئ که د رسنیو محترم استازي داسې يو چا ته ترجيح ورکړئ چې په ځينو خبرو پوی نه وي يا معلومات ونلري ښه به دا وي چې رسنۍ علماوو ته ترجيح ورکړئ څو علما کيني او خبره وکړي، مثال يي درکوم، که سیاستوال په ټلویزيون کې کيني  چې له هيڅ نه خبر نه وي نوی راغلی وي په قضاياوو نه وي خبر خو که علما کيني بیا تحلیل ښه کړای شي، رسنۍ دې لطفا علماوو ته ترجيح ورکړي. ولس په دې پوی شوی دی او د علماوو پر حقانیت پوی شوی دی، ځينې شايد داسې وکړي چې د شخصي ګټو لپاره څو تنه را ټول کړي خو علما تر دې ډير ښه خلک را ټولولی شي.»

دوی په هیواد کې د دیني مدارسو په اړه وويل:«په افغانستان کې ۱۰۷۰ مدرسې او اتيا وتلي دارالحفاظونه شته دي، موږ نن له دې درکه غنی يو او د معارف وزارت ته منظم پلان جوړ کړي، له موږ سره ښې اړيکې لري، موږ خپل ۲۵۰ طلاب قطر، سعودي، ترکيي، او ډيرو نورو اسلامي هیوادونو ته استولی دي او هیله من يم چې زموږ طلاب به نور هغو هیوادونو ته ولیږل شي چې په ريښتوني ډول سره علمي زده کړې وکړي.»

علماوو په پای کې وويل چې دوی له خپل هیواده د دفاع او افغان ځواکونو د ميړانې د ستاينې په لړ کې خپله وينه دوی ته ډالۍ کوي:«موږ له وحشت او افراطيت د کرکې په خاطر خپلې وينې افغان سرتیرو، پوليسو ،ملي امنيت او ملي پوځ ته ډالۍ کوو او له نورو خلکو هم غواړو چې خپلې وينې له خپلو ولسونو او امنيتی ځواکونو ځار کړي ځکه چې دوی زموږ په خاطر خپله سینه دښمن ته سپر کړې.»

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *