دوه کم عمره ماشومان داعش سره تر یو ځای کیدو وړاندې ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دوه کم عمره ماشومان چې غوښتل یې د داعش لیکو ته ځان ورسوي د افغان ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، دا دوه کسان تېره ورځ د افغان ځواکونو په لاس ورغلي چې له هسکې مېنې تېریدل او د داعش لیکو ته سوق شوي و.
د نیول شویو ماشومانو عمرونه ۱۴ او ۱۵ کاله دي، په خپلو خبرو کې یې اعتراف کړی چې د داعش په تبلیغ غولیدلي و. دواړه ماشومان اوس تر پوښتنو لاندې دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *