دوه نیم میلیونه ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي

comments 0

34 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، دوه نیم میلیونه افغان ماشومان او میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیوالې ادارې نن پخپل راپور کې ویلي، چې د دوی د موندنو له‌مخې تر پنځو کلونو کښته دوه میلیونه ماشومان او ۴۸۵زره اومیدواره او شیدې ورکونکې مېرمنې له پوره غذايي خوندیتوب څخه بې برخې دي.
دغه ادارې ویلي چې یاد معلومات یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د یوې سروې له‌مخې راټول کړي دي.
یونیسف زیاتوي، د دوی د معلوماتو له‌مخې دا مهال ۶۰۰زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي چې ۹ برابره هغه یې ان د مرګ له خطر سره مخ دي.
یونیسف اندېښنه ښودلې چې د غذایي خوندیتوب نشتوالی به ماشومانو ته د ګڼو ناروغو پېښېدو ترڅنګ د ماشومانو پر ودې او ذهنیت منفي اغېز وکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments