دوه نیم سوه کورنیو سره مرسته شوې

comments 0

2 Views

هندوکش – ننگرهار : د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو ۲۵۲ کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د ننګرهار او لغمان ولايتونو ۲۵۲ هغو کورنيو سره د ډبليو.ايف. پي او سي .ډبليو.ايس همکارو ادارو په مالي لګښت د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په دې وروستيو کې هېواد ته راستنې او يا د جنګ جګړو له امله بې ځايه شوې وې.
د کډوالو چارو رياست مرستيال عوض خان بشارت وويل، دغه مرسته د ډبليو. ايف. پي. او سي. ډبليو. ايس .همکارو ادارو په مالي لګښت هېواد ته راستنو شوو او د لغمان او ننګرهار ولايتونو هغو کورنيو سره ترسره کيږي چې د جنګ جګړو له امله بې ځايه شوي .
نوموړي وويل په يادو مرستو کې له ۱۲۰ کورنيو سره د سي.ډبليو.ايس له لوري ۶۵۲۰ افغانيو نغدي مرسته او له پاتې ۱۳۲ کورنيو سره د ډبليو.ايف.پي ادارې له لوري د خوراکي توکومرسته وشوه.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments