دوه دانې نوي ټوکې

comments 0

1 Views

البرټ انسټاین په مختلفو پوهنتونونو او علمي غونډو کې له ویناو او رولو ډیر ستړی شوی و ، یوې وینا ته د تګ په مهال یې په لاره کې ډرایور ورته وویل : صیب زما ویښتان هم ستاپه څیر ګونځې دي ، نور هم ستا سره ډیر مشابهتونه لرم او ستا له ډیرو ویناو اوریدلو مې ډیر څه زده کړي دي ، اوته ډیر ستړی شوی یې ،ماته اجازه راکړ ه چې په دې غونډه کې ستا په ځای زه وینا واوروم . انسټاین ډیر خوشاله شو او ورته ویې ویل : زما جامې ته واغونده اوستا ماته راکړه او زماپه ځای ته وینا واوروه .
د انسټاین ډرایور سټیج ته وخوت او هغه د ډریور په څیر په عامو خلکو کې کیناست ، ډرایور یې په زړه پورې وینا وکړه او چې وینا پای ته ورسیدله یو پروفیسر پورته شو او سخته پوښتنه یې وړاندې کړه ، ډرایور موسکی شو او ورته ویې ویل : صیب ستاسو پوښتنه ډیره ساده ده د دي ځواب زما ډرایور هم درکولی شي ، او په ډریور یې غږ وکړ چې پورته شه ځواب ورکړه او هغه ځواب ورکړ
ټوکه … او په زړه پوری قصه
استاد: بچیه ته چی د مکتب نه فارغ شی په راتلونکی کی ځه غواړی ؟ شاگرد: وادہ
استاد: احمقه داسی درته وایم چی ځه شی باید جوړ شی؟ شاگرد: زوم
استاد: دی زوم بچیه داسی درته وایم چی باید سه لاس ته راوړی..شاگرد: ښځہ
استاد: ھای ھای غرق شی زہ درته ځه یادوم او ته په ځه راته اخته یی!!
درته وایم ستا مور او پلار به لہ تا نه ځه غواڑی؟
شاگرد: استاذه لمسیان رانه عواړی

Share this page to Telegram

Comments