دوهم ډول ډك نسى درست چرګ

comments 0

0 Views

250 ګرامه مټر په اوبو كي واچوى او پاخه يې كړى. اته ټوټگـگې پټاټگـې و ايشوى او مالګه پر واچوى او وروسته يې په غوړو كي واچوى.
بيا لږ پياز په غوړو كي واچوى او سره يې كړى وروسته تر سره كېدو يې بيرته را وباسى اوكښي يې ږدى چي ساړه سي. دوې دانې هګۍ و اېشوى بيا پياز په ګوتو كي وموږى چي ميده سي.
اوس نو دغه ټوله شيان سره ګډ كړى او مالګه او مرچ ور واچوى او د چرګ نس ځني ډك كړى او په تار يې وګنډى بيا يې نو د لومړى درست چرګ په څېر په مستو كي اخته كړى او هغسي يې پوخ كړى.صحت:

Share this page to Telegram

Comments