دونالد تړمپ یوځل بیا شمالی کوریا ته خبردارې ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – سویلي کوریا: سویلي کوریا ته سفر پر مهال د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ شمالي کوریا ته سخت کواښ ورکړ.
نوموړي دغه څرګندونې د سویلي کوریا پارلمان ته غړو ته په وینا کې کړي دي.
نوموړي خپلو خبرو کې د شمالي کوریا په ولسمشر کیم جونګ اون غږ وکړ چې« کومې وسلې چې تاسې جوړې کړي دا ستاسې امنیت نیولی نشي. ددې وسلو سره په اصل کې تاسې خپل رژیم د خطر سره مخامخوۍ. »
تړمپ زیاته کړه « نن ورځ زما دا وینا یواځې زمونږ هیواد لپاره نه بلکې د ټولو ټولنو لپاره ده. او په شمالي کوریا غږ کوم چې زمونږ صبر مه امتحانوئ، مونږ ته په کمه سترګه مه ګورئ».
نوموړي دغه ترڅنګ د چین او روسیې په ګډون د شمالي کوریا په پلوي هیوادونو غږ وکړ چې دا هیواد د اټومي پروګرام نه لاس په سر کې او تر فشارونو لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرامپ په پام کې درلود چې د سویلي او شمالي کوریا ترمنځه پرتې د بې طرفه سیمې نه لیدنه وکړي خو د هوا د حالاتو د خرابوالي له امله يي خپل لغوه کړ.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *