سوله د بدبختیو څخه د ژغورني یوازینۍ لاره ده!

comments 0

0 Views

د اسلام مقدس دین ټول منونکۍ دین دی چې د نړۍ تولو مسلمانونو ته د سولې او ورورولې سپارښتنه کړې د انسان وینه یی دومره ارزښتناکه ګڼلې چې د یو انسان وېنه یې د نړۍ د ټولو انسانانو وژنې سره پرتله کړې پدی مانا چې کله یو انسان بل انسان وژني لکه د نړۍ تول وګړي یې وژلي همدارنګه د یو انسان د ژوند پام ساتي او هغې ته ارزښت ورکوي او کله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شي نو د ډیر اجر او ثواب څښتن به شی چې پدې اړوند الله فرمایلي دي سورت المائده.
ژباړه: کله چې یو انسان بل انسان پرته له جرم وژني لکه د نړۍ ټول وګړي یې وژلي وی او څوک چې یو انسان د مرګ نه وژغوړي لکه د نړۍ ټول د نړۍ تول وګړي يې ژوندي کړي وي. قرآن عظیم الشان پدې هکله یو ټولنیز او روزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامي ټولنه د یو کلي او یو وجود حیثیت لری که چیرې د بدن یو غړي ته زیان ورسی نو ټول بدن ناراحته کیږي نو یوه تولنه هم د خلکو څخه جوړه شوې او د یوي کورني حیثیت لری نو د یو بی ګناه انسان وژنه توله کورنۍ خواشینې کوی لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښناکه ګنلي او د ددې لياره چې د یو انسان د ویني له تویدو مخنیوې وشي نو خپلو بنده ګانو ته یې په سوه او ورورولي سپارښتنه کړې او فرمایلي دي.
(الصلح الخیر) دا یو تسر حقیقت دی چی مونږ د هیواد او ولس دښمنانو له اوږدې مودې را پدیخوا ددې حاورې په سلګونو پی ګناه انسانان په وینو لټ پټ کړي، په سلګونو ددین عالمان، ښوونکو، انجینران یې په خاورو کې دفن کړي، په زرګونو ماشومان یې بی پلاره او بی موره کړي، په سلګونو میندې او پلرونه یې د بچیانو له نعمت څخه بی برخې کړي بالاخره زمونږ دښمنانو خپلو ناوړو موخوته د رسیدو په خاطر هر راز چال او نیرنګ کارولې ولی نن د خدای په نصرت او ددې ملت د مټ په برکت د بیارغونې او پرمختک په لور ګامونه اخلو او پدې لاره کې مو دیرې لاسته راوړنې درلودلې الحمد الله نن موږ د منتخب ریس جمهور، اساسي قانون، پارلمان، قضایه قوې او یو پیاوړی نظام درلودونکي یو ولې زمونږ دښمنان (پاکستان او ایران) اوس هم آرام ندي ناست او هره ګړې د توطیو او دسیسو د جوریدو پلان لری او هڅه کوي ترڅو افغانستان یوځل بیا د تباهې، جنګ او ګدودي په لور بوځي.
متدیونو هیوادوالو: دښمن د ناوړه موخو په پوهیدو سره وخت دده ترڅو په خپل هیواد کې د سولې او امنیت په تینګښت کې هڅه او هاند وکړو ترڅو د یو پیاوړي او مقتدر نظام په درلودو سره د ژوند په ټولو خواوو کې خود کفا واوسو او خپلو نیکونو په شان د یوې بشري ټولنې د ژوند په جورښت کې اساسي رول ولوبوو او د پردیو له احتیاج څخه خلاصون ومومو او خپلې اړتیاوې په خپله پوره کړو او د یو متمدن او پرمختلې هواد څښتنان شو.
نو اړینه ده چې پدې لاره کې علما، د پوهی خاوندان په ځانګړي توګه ملا امامان او د جوماتونو خطیبان ستر مسولیت لری ترڅو د خلکو ‌‌ذهنونه روښانه کړي او خلکو ته ووایي چې د افغانستان قضیه د جګړي، وینې تویونې، د سرکونو، پلچکونو، کلیکونو او ښوونځیو په ویجاړولو نه حلیږي بلکه د حل یوازینې لار د تفاهم، سولی او خبر ولار ده.
په درناوې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *