دوست محمد خان کامل

comments 0

0 Views

دوست محمد خان کامل د ۱۹۱۵ ز کال د ډيسمبر مياشتې پر ۱۶ نېټه د پېښور د قاضي خېلو په سیمه كې زېږېدلى وو. د هغه د پلار نوم فرجون خان وو. پلار نیکه ېې د نوښار تحصیل د ډاگۍ نومې کلي اوسېدل، خو د کامل پلار د ملازمت په سلسله په پېښور کې مېشت شوی وو. د هغه مشران د بډه بېرې اوسیدونکي ول.
کامل لومړنۍ زده كړې په پېښور كې ترسره كړې وې. يانې مېټرک د گورنمنټ هایی سکول مردان نه په کال ۱۹۳۲ کې کړې وه. دمیټرک نه وروسته د پېښور په اسلامیه کالج کې داخل شو. د کالج د خېبر مېگزین مدیر وو. اسلامیه کالج کې دایف.ای کولو نه پس د بي.ای لپاره ایډورډز کالج ته ولاړ. هلته ېې پر ۱۹۳۶ ز کال بی ـ ای نه پس فلسفه کې داېم ـ ای او اېل ـ اېل ـبی کولو د پاره عليگړ پوهنتون ته ولاړ. له دغه پوهنتون څخه يې دغه دواړه ډگرۍ حاصلې کړې. پر ۱۹۳۹ ز کال ېې وکالت پریکټس شروع کړ او په سیاست کې ېې هم عملي برخه واخسته. پر ۱۹۴۷ ز کال ېې د سرحد مسلم سټوډنس فېډړیشن د صدر په توگه د کانگرسي حکومت خلاف د سويل نافرمانۍ په تحریک کې برخه واخيسته او جېل ته هم لاړ وو.

دوست محمد کامل د پښتو ادب د هغو څېړونکو په شمېر کې دی، چې تر اوسه یی څېړنه چا په مشکله رد کړې ده. پر خوشال خان خټک باندې د هغه څېړنه د سند درجه لري. پر خوشال سربېره یې د مغلو د دور په تاریخ ژور نظر لرلو. د هغه څېړنه په ژورو بنسټونو ولاړه ده. د هغه د اردو ژبې خوشحال خان خټک نومې کتاب د خوشحال بابا په اړه د اتهارټی حېثیت لري. د دغه کتاب نه علاوه ېې د خوشحال بابا کلیات مرتب کړي دي او د مدلله حاشیه يې ورباندې لیکلې ده. د تاریخ مرصع مرتب کول او ورباندې پراخه نوټونه لیکل د هغه بل څېړنيز کار دی.

د سکندر خان خټک دېوان ېې هم مرتب کړی او د رحمان بابا په ژوند او فن ېې هم په پښتو کې څېړنيز کتاب لیکلی دی. د خوشحال بابا په اړه يې د بهرنيو څېړونکيو د سوداگانو د لرې کولو لپاره په انگریزۍ کې «آن ای فارن ایپروچ تو خوشحال» په نوم یو څېړنيز کتاب لیکلی. د ځينو نورو څېړونکو له زړه څخه د سودا د ويستلو لپاره ېې پر ۱۶۳۰ سنه کتاب لیکلی دی چې په کې ېې د ځينو تاریخي ټکو روښانتېا کړې ده. پر څېړنې او تنقید سربېره کامل صاحب پښتو او فارسي کې هم شاعري کړې ده.د پښتو شاعرۍ ټولگه ېې «د فکرونو ډيوې» او د فارسي شاعرۍ هغه یې د «خم خانه یثرب» په نومونو نومولې دي.

Share this page to Telegram

Comments