دوستم: د ټاکنو لپاره په مشورو بوخت یم

comments 0

39 Views

هندوکش – کابل: عبدالرشید دوستم ویلي، سره له دې چې ولسمشریزې ټاکنې ځنډېږي، خو دی له بېلا بېلو شخصیتونو سره، چې غواړي ځان نوماند کړي، په خبرو بوخت دی.
دوستم ويلي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به د هغه نوماند ملاتړ وکړي چې د ده په خوښه لومړی مرستیال وټاکي.
د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ټینګار کوي چې لومړی مرستیال باید د ده په خوښه ترکمن وي.
پخوا ټاکل شوې وه چې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د حمل په ۳۱ مه ترسره شي، خو اوس د ټاکنو کمیسیون وايي، ممکن ټاکنې درې میاشتې وځنډېږي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments