دوستم خپلو پلویانو باندې غږ وکړ چې لاریونونه بس کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشر لومړی مرستیال چې هېواد ته راستون شو، په یوه لویه غونډه کې یې له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې شمال کې لاریونونه بس کړي.
جنرال دوستم له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو سره مخالفت ښودلی او د هر ډول تاوتریخوالي د بندیدو امر یې کړی.
جنرال دوستم دغه راز په خپلو خبرو کې کمانډويي ځواکونه خپل ورونه یاد کړي او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې همکاري او مینه ورسره وکړي.
دوستم په خپلو خبرو کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کړی او ډاډ یې ښودلی چې تیار دی د سولې لپاره قرباني ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments