دوحه کې د پیل شویو مذاکراتو په اړه د ځینو خلکو هیلې او اندېښنې

comments 0

10 Views

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان د سولې د دواړو لورو مرکچیانو د دریځونو له اعلانه وروسته، د خلکو ترمنځ بېلابېلې هیلې او اندېښنې مطرح شوي دي.
دوی وايي، د دوو لسیزو پر لاسته راوړنو باید معامله ونه شي او د بشر حقونو، کار، ښوونې او روزنې او د بیان د ازادۍ حقونه دې خوندي وساتل شي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پیلېدو سره د خوشبینو ترڅنګ، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له خوا یو لړ اندېښنې هم مطرح شوي دي.
ځینې اندېښمن دي چې کارونه به یې له لاسه ووځي او ځینې وايي، داسې نه چې د څو کلونو پرلاسته راوړنو معامله ونه شي.
د خوست اوسیدونکې پلوشه وايي: “په اتلسو کلونو کې چې ښځو کوم پرمختګونه کړي، له نارینه سره یې څنګ په څنګ کارونه کړي او تعلیم یې کړی، دا باید ترپښو لاندې نه شي، د ښځو حقونه باید وغوښتل شي.”
د بامیانو اوسېدونکې ۶۳ کلنه بختاوره وايي، زوی یې په جنګونو کې وژل شوی،خو اوس سوله مهمه ده.
هغې وویل: “ډېر انسانان ووژل شول، زما زوی په کندهار کې ووژل شو، جنګ نور بس دی، ځکه د بېوزلو اولادونه په کې وژل کېږي.”
د ننګرهار اوسېدونکی جان اقا صالح وايي، سوله د ټولو افغانانو هیله ده خو د دواړو لورو خبرو کې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنو ته پام وشي.
صالح وویل: “په دغو خبرو کې باید لاسته راوړنو ته په کم نظر ونه کتل شي او د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي.”
د کندهار اوسیدونکی علي محمد وايي، په څلویښت کلنو جنګونو کې مو ځوانان ووژل شول، هیله ده چې د سولې خبرې مثبته نتیجه ورکړي او ورور وژنه نور پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: “په بازار کې رېړه ګرځوم، سولې ته خوشحاله یو، خدای دې سوله راولي، څلويښت کاله ځورېدلي یو، شهیدان لرو، بندیان لرو، تاسې ته د خدای روی نیسو چې سوله وکړئ.”
په ورته وخت کې په کابل کې د ښځو د حقونو فعالې ماریه توتاخېل وویل، د طالبانو د ښځو د حقونو په اړه په څرګنده توګه څه نه دي ویلي او دا د افغانستان د ټولو ښځو د اندېښنې وړ ده.
وتاخېل زیاتوي: “د افغانستان د څه پاسه ۹۵ فیصد ښځې په اسلامي حجاب کې دي، خو طالبان بیا هم د حجاب خبره کوي، زه نه پوهېږم له حجاب نه د دوی مقصد څه دی،که دوی دا واضح کې په راتلونکې کې د ښځو پر وړاندې دریځ څه دی، باید روښانه یې کړي.”
خو د لغمان ولایت اوسېدونکی محمد ایمل بیا بله اندېښنه لري.
دی وايي، داسې نه چې په دغو مذاکراتو کې د پاکستان په څېر د ځینو هېوادونو له غرضه ډکې مداخلې وشي.
هغه وویل: “زموږ یوازینی تشویش له ګاوڼدیانو او بلخصوص له پاکستان نه دی چې بیا مداخله ونه کړي، او د سولې پروسه د لاس اله وګرځئ او د سیاسي اهدافو لپاره ګډوډي جوړه کړي.”
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شنبه د قطر په دوحه کې پیل شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments