دوحه کې د سولې خبرې؛ طالبانو بیا ۳۲۸ ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

5 Views

هندوکش ـ کابل: وسلوالو طالبانو په شاوخوا ۲۴ ولایتونوکې بیلابیل بریدونه کړې، چې ۹۸ ملکي وګړي پکې وژل شوي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین، له رسنیو سره په خبرو تازه مرکه کې وویل، چې د طالبانو د دغو بریدونه ډيری زیانمن شوي ملکیان د ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي، چې په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې ورباندې بریدونه شوي دي.
طارق ارین وايي، په دغو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه څه نه وایي، خو په خبره یې چې ګڼ شمیر وسلوال طالبان یې هم وژل شوي دي.
طالبانو وروسته له هغې پر ملکي وګړو بریدونه ډیر کړل، چې د قطر په دوحه کې د افغان خکومت او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، چې دواړه خواوې یوې نتیجې ته ورسیږي چې په هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي، طالبانو د خبرو د پيل سره سم د هېواد په زیاتو ولایتونو کې بریدونه وکړل چې ملکې وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله، ولس له طالبانو هيله ښودلې چې طالبان به جګړه بس کړي او سوله به وکړي خوهغسې نشول، طالبانو خپل بریدونه زیات کړل او د ولس هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې، دوی وايي چې طالبان په خپلو ژمنو ندې ولاړ او طالبان اوس څه غواړي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافات د دې سبب نشي چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments