دوحه کې بیا خبرې پيل کیږي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: طالبان او امریکايي پلاوی اووم پړاو خبرو ته چمتووالی نیسي.

د راپورونو پر بنسټ، ښايي په راتلونکې اونۍ کې د خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوی د سولې په اړه د اووم پړاو خبرو لپاره قطر ته لاړ شي او په اووم پړاو خبرو کې ګډون وکړي.

راپورونه وايي، دمګړۍ طالب استازي او امریکايي پلاوی په قطر کې اووم پړاو خبرو ته پر چمتووالي بوخت دي.

ويل کيږي چې ښايي په دا ځل خبرو کې د بنديانو د تبادلې پروسه عملي شي.

راپورونه وایي، دا وخت له طالبانو سره څو تنه امريکايي وګړي چې دوه يې د پوهنتون استادان دي بنديان دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments