دهلمند په مارجې ولسوالۍ کې علمیات پیل شوي دي

comments 0

14 Views

هندوکش – هلمند: په هلمند کې ځايي چارواکي وايي، چې دیاد ولایت په مارجې ولسوالۍ ډيری سیمې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو له شتون څخه پاکې شو ي دي.
دهلمند ولایتي اداره وايي،افغان ځواکونو په یادو عملیاتو کې پراخې لاس ته راوړنې لري او لا هم دطالبانو دځپلو په موخه پراخ عملیات راوان دي.
دهلمند والي ویاند عمرځواک له رسینو سره په خبرو کې ویلي دی، چې دافغان ځواکونو په تصفیوي علمیات کې دطالبانو یو شمیر قرارګاوې هم له منځه تللي دي،نوموړي زیاتوي، افغان ځواکونه هڅه کوي دمارجې ولسوالۍ ټولې سیمې دطالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک همدارنګه زیاتوي چې د مارجې ولسوالۍ په ټولو هغو سېمو کې به افغان پوځ عملیات ترسره کړي چېري چې د وسله والو طالبانو تحروکات شتون ولري
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments