دهلمند ولایت مارجې ولسوالۍ دطالبانو له شتون څخه پاکه شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند: افغان ځواکونو له تیرو دوه اونیو راهیسې دهلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات پیل کړي وو،چې په ترڅ کې تیره ورځ یاده ولسوالۍ په بشپړ ډول دطالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یاده ولسوالۍ له تیرو څلورو کلونو وروسته په بشپړ ډول دطالب وسلوالو له شتون څخه پاکه شوه.
اعلامیه کاږي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې دطالبانو یو لوړپوړی قوماندان ملا عبد الباري په ګډون ۳۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي او لسګونه نورټپیان شوي دي اود طالب وسلوالو یوه ډيپوه چې په کې ډول، ډول سپکې او درنې وسلې موجودې وې هم له منځه تللې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments