دهراوود کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ شینغوله سیمه کې د افغان کمانډو او نورو ګډو ځواکونو چاڼیزو عملیاتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قل اردو مسوولین وايي، دا عملیات تیرو ۲۴ ساعتونو کي تر سره شوي او یاده ولسوالۍ کې یو شمېر سیمي هم د افغان حکومت تر ولکې لاندي راغلي.
ارزګان په بیلابیلو سیمو کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي چې مرکز ترینکوټ ته متوجه ګواښونه له منخه یوسي.
تراوسه په دې عملیاتو کې لسګونه طالبان وژل شوي، ټپيان شوي او نیول شوي دي.
په عملیاتو کې ځینې سیمې هم له طالبانو نیول شوي او د حکومت تر کنټرول لاندې ساحه پراخه شوې ده..
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments