دننګرهار چپرهار ولسوالۍ د داعش له شتون څخه په بشپړه تو ګه پاکه شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت چپرهارولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې د۲۰ داعش وسلوالو په وژلو سره یاده ولسوالۍ د داعش له شتو ن څخه په بشپړ ډول پاکه شوه.
دننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې ياد عملیات د201 سیلاب قو ل اردو له خوا ۲۰ ورځې وړاندې پیل شوي وو، چې په پایله کې ۲۰ داعشیان ووژ ل شول او دچپرهار ولسوالۍ په بشپړ ډول د دوي له شتون څخه پاکه شوه.
دننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې به دترهګرو په وړاندې عملیات لا پراخ شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments