دننګرهار ملي امنیت ریاست په هڅو ۲۰ تنه وسلو ال له حکومت سره يوځای شول

comments 0

3216 Views

هندوکش – ننگرهار: دننګرهار ولایت په چپرهار،مومندرې،شینواري،او خوګیاڼو په ولسوالیو کې ۱۹وسلوالو چې دطالبانو په لیکوکې یې فعالیت کاوه، دحقیقت په درک کولو سره یې له افغان حکومت سره یوځای شول.
دننګرهار ولایت دسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ورته وخت کې ۱ تن داعش وسوال هم دننګرهار ملي امنیت ریاست ته تسلیم شوي، او په خپلو کړنو ېې پښیماني څرګنده کړې.
اعلامیه زیاتوي چې یادې ډلې املي امنیت ریاست ته ۲۱ میله وسلې هم سپارلې اوژمنه یې وکړه ، چې نور به له جګړې لاس اخلي او بیرته به دوسلوالو مخالفینو لیکو ته نه ستنیږي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments