دننګرهار ملي امنیت ریاست د داعش ډلې مشر ابوبکرمرستیال اود ۲ځانمرګو په ګډون ۱۱ وسلوال نیولي دي

comments 0

1 Views

هندوکش_ننګرهار: دننګرهار والي او امنیتي چارواکو تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل،۱۱ وسلوال مخالفین دننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې نیول شوي دي.
دننګرهار والي ښاغلي شاه محمود میاخیل په ځانګړي ډول دننګرهار ملي امنیت ریاست هڅې او کوښښونه وستایل،او له کارکوونکو او رهبرۍ یې مننه وکړه، چې په وخت یې دترهګرو په وړاندې لاس په کار شو ي دي.
دننګرهار والي زیاته کړه،چې په نیول شوو کسانو کې ۱ تن چې په چپرهار ولسوالۍ کې دداعش ډلې قوماندان مرستیال دي، نیول شوي دي، نوموړي زیاتوي، چې په یاد کس په چپرهار ولسوالۍ کې په ترهګریزو بریدونو، هدفي وژنو او ځورونو کې لاس درلود، نوموړي همداراز وویل، چې دوه تنه چې شیرین او داود نومیږي،غوښتل یې چې په سره رود ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې دملي امنیت دریاست له خوا ونیو ل شو.
دننګرهار والي نیول شوي وسلوالو مخالفینو بشپړ جزییات له رسینو سره شریک کړل.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments