دننګرهارولایت اوسیدونکي وايي،د اچین ولسوالۍ امنیتي وضعیت بیرته عادي شوي

comments 0

165 Views

هندوکش – ننګرهار: داچین ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، په نوموړې ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په شتون کې امنیتي وضعیت بیرته عادي حالت ته ګرځيدلي او خلک په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکوي.
داچین ولسوالي یو تن قومي مشر وايي،په لومړیو کې څو کورنۍ اچین ولسوالۍ ته دګډوالو په نوم راغلې، چې بیا وروسته یې ځانونه دسیمې خلکو ته داعش وسلوال معرفي کړل او په خلکو یې ډول، ډول ظلمونه ترسره کړل.
یاد قومی مشر وايي، چې په اچین ولسوالۍ کې هره ورځ ډلې، ډلې داعشیان ځانونه افغا ن ځواکونو ته تسلیموي،نوموړي د افغان ځواکونو له هڅو او قرباننو دمننې ترڅنګ دافغان ځواکونو دپراخو عملیاتو غوښتنه کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments