دملي امنیت ځانګړو ځواکونو په کونړکې دطالبانو سرګروپ وژلي دي

comments 0

536 Views

هندوکش – کونړ: دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دکونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې دطالبانو یوسرګروپ وژلي دي.
یاد کس احمد شاه نومیږي، او په کوڼړ ولایت کې په لسګونو وسلوالو بریدونو کې لاس درلود،دملي امنیت له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد عملیاتو کې ۳ تنه طالب وسلوال ژوندي نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې له دوي څخه زیات شمیر وسلې اومهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments