دمشق کې بیا جګړې پيل شوي

comments 0

47 Views

هندوکش – سوریه: د سوریې په دمشق کې د داعش او حکومت ترمنځ سخت جګړه روانه ده.
دغه جګړه له تیرو لسو ورځو راهیسې دوام لري چې په تیرو دوه ورځو کې یې لا زور اخیستی.
سیمې ته د حکومت هوايي ځواکونه هم ور رسیدلي چې له ځمکنیو ځواکونو سره مرسته وکړي.
دغه جګړه داسې مهال کیږي چې د دمشق پر غوطې هم د روسیې او حکومت له لوري هوايي بریدونه دوام لري.
سیمه کې حکومتي ځواکونه وايي تر هغې به دغې جګړې ته دوام ورکړي چې داعش ډله په بشپړه توګه له سیمې وباسي او شا تګ ته یې اړ کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments