دلمه د تاک د بلګونو څخه

comments 0

0 Views

اړين مواد:
1. د تاک بلګونه د ضرورت په اندازه .
2. ايشولي وريجي ١٠٠ ګرامه .
3. کوفته سوي غوښي ٢٠٠ ګرامه .
4. ميده سوي پياز ١٠٠ ګرامه ٥- رب درې کاچوغي .
5. تور مرچ او مالګه د ضرورت په اندازه .
6. سرکه درې د خوړو کاچوغي .
7. کورکومن يوه د چايو کاچوغه .
8. غوړي لږ څه.
د پخېدو ترتيب:
کوفته سوي غوښي، ميده سوي پياز، ايشولي وريجي، تور مرچ، مالګه او مرچک سره ګډ کړئ. د تاک نازک بلګونه پاک پرېولئ. که يو بلګ کوچنى وي ، دوه بلګونه سره کښېږدئ، په منځ کي يې لږ مواد کښېږدئ او ويې پېچئ، په دېګ کي يې واوډئ.
کله چي ټولي دلمې تياري سوې، بيا رب په يو ه ګيلاس اوبو کي حل کړئ، کورکومن او لږ مالګه او غوړي هم ور واچوئ، د دلمې پر سر يې واچوئ، سر يې وربند کړئ، پر اور يې کښېږدئ. کله چي دلمه پخه سول را وايې خلئ، د وريجو سره يې وخورئ.
يادونه: که دلمه د بخار په دېګ کي پخه سي، ښه به وي.

فریده خپلواک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply