دفراه په مرکز کې یو طالب قوماندان نیول شوي دی

comments 0

3 Views

هندوکش_فراه: دفراه امنیتي چارواکي وايي،چې دفراه ولایت په مرکز دشیخ اباد په کلي دطالبانو یو مهم قوماندان دافغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
دفراه امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي،چې دکشفي او استخباراتي راپورونو په اساس دفراه ولایت په مرکز دشیخ اباد په کلي کې دملا شین ګل په نو م دطالبانو یومهم قوماندان نیولي دي.
محب الله محب وايي، چې دطالبانو یاد قوماندان دفراه ولایت په ناامنۍ او په تخریبي کړنو کې لاس درلود،چې بالاخره دافغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments