دفراه اوسیدونکي:بهرني هېوادونه دې زمونږ په هېواد کې لاس وهنو ته دپاي ټکي کیږدي

comments 0

7 Views

هندوکش – فراه: دفراه اوسیدونکي وايي، چې پاکستان، ایران هېوادونه په مستقیم ډول دافغانستان په چاروکې لاس وهنه کوی،دوي وايي، چې ایران او پاکسان دفراه په امنیتي وضیعت په خرابیدو کې لاس لري.
دفراه اوسیدونکي وايي، چې ایران په فراه کې طالبان په پرمختللو نظامي تجهیزاتو سمبال کړي اوپه همدې وسلو له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کوي.
په فراه کې مدنی فعالان وايي، ایران او پاکستان دې په فراه ولایت کې دطالبانو ملاتړاولاسوهنې ته دپای ټکي کیږدي،دوي داچاره دیوه هېواد په داخلي چارو کې مستقیما لاسوهنه ګڼي.
بلخوا دفراه ولایتي شورا یاده ستونزه مني او وایي،چې حکومت دې دبهرنیو هېوادونو دلاس وهنې په اړه لازم اقدامات ترسره کړي،اودپاکستان او ایران لاس وهنې دې په سرحدي ولایتونو کې وڅيړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments