دفاع وزارت: پکتیا کې ۱۳ طالبانو په وژل کېدو تر څنګ۶ تنه ټپیان شوي

comments 0

16 Views

هندوکش ـ پکتیا: له دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه وايي، چې تيره شپه وسلوالو طالبانو د پکتيا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عسکرغونډۍ په پوسته او د سیدکرم ولسوالۍ اړوند په امنیتي ځواکونو ډله ییز بريدونه وکړل.
د امنيتي ځواکونو لخوا یاد ډله ییز بريدونه د توپچي او هوايي ځواکونو په همکارۍ په شاه تمبولي دي.
د دغه ډله ییز بریدونو د عسکر غونډۍ په سیمه کې ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي چې د۴ تنو جسدونه د یو قبضه راکټ سره د ملي امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
همدارنګه د سیدکرم ولسوالۍ اړوند سيمه کې ۴ تنه طالبان وژل شوي او ۱ تن یې سخت ټپي شوى دی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments