دفاع وزارت: په ميدان وردګو کې د هوايي برید له امله ۲۶ وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

1 Views

هندوکش ـ میدان وردګ: ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د ميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې يې پر وسلوالو طالبانو هوايي او ځمکني بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې د يادې ۲۶ تنه وسلوال وژل شوي دي.
دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا بريدونه د سید اباد ولسوالۍ اړوند زره‌ خیلو، بیدکې، اسحاق‌خیلو او د نرخ ولسوالۍ په درانیو سیمو کې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، وسلوالو طالبانو په يادو سيمو کې د بريدونو ترسره کولو پلان درلود خو امنيتي ځواکونو پر د هوا او ځمکې له لارې پرې بريدونه کړي چې ورسره په دې سيمو کې د بريدونو مخه نيول شوې ده.
ملي دفاع وزارت دا هم ويلي، چې د يادو بريدونو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو وسلوالو طالبانو بيا د ملي دفاع وزارت دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments