دفاع وزارت: په تېرو شپږ میاشتو کې یې ۴۷۷۶ ماینونه کشف او خنثی کړی دی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې زرګونه ماینونه شنډ کړي چې په وینا یې وسلوالو مخالفینو په مختلفو ولایتونو کې ښخ کړي وو.
د دغه وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، د شنډ شویو ماینونو شمېر ۴۷۷۶ ته رسېږي چې په کې بیلابل ډولونه شامل دي.
میاخیل زیاته کړه، چې د دغو ماینونو په شنډولو سره د زرګونو کسانو ژوند ژغورل شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې په دې وروستیو کې د ملي اردو د انجنیرۍ د برخې منسوبینو او سرحدي ځواکونو په هلمند او زابل کې ۳۱ ماینونه شنډ کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس ۱۹ ماینونه د هلمند او ۱۲ د زابل په لویو لارو او نورو سرکونو کې ځای پر ځای شوي وو.
د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې تروریستي ډلو دغه ماینونه د ولسي وګړو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کړي وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د راپور په اساس د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو ولسي وګړو ته تر ټولو زیات تلفات اړولي دي.
د یوناما شمېرې ښيي چې په دې موده کې د دغو موادو د چاودېدو له امله ۲۱۴ ولسي وګړي د افغانستان په مختلفو برخو کې وژل شوي او څه باندې ۴۷۰ نور ټپیان شوي دي.
دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله د تلفاتو په شمېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
یوناما ویلي چې ۴۷سلنه دغه چاودېدونکي مواد د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې له طالبانو څخه غوښتي چې د استوګنې په سیمو کې د ماینونو له ښخولو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي او طالبانو په جګړه کې هم تغیر راوستی دی او جګړه یې زیاتعه کړی ده، طالبانو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او د ماینونه تګلاره یې غوره کړې ده، د ماینونو په الوځولو سره طالبان ځانونه بریالي بولي، خو طالبان به هغه وخت بریالي شي چې اوربند، تاوتریخوالی او د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments