دفاع وزارت: په تیر 24 ساعتونو په هیواد کې لږ تر لږ ۷۹ ترهګرو ته مرګ زوبله اوښتي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملی دفاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۷۹ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملی دفاع وزارت په ویب پانه کې لیکل شوي:
«دغه ګډ عملیات چې د ننګرهار،کنړ، کاپیسا، پکتیا پکتیکا، لوګر ، کندهار، ارزګان، فاریاب، بغلان بلخ او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې ۱۵ تن طالب تروریستان وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان او ۶ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او د هلمند ولایت د ناوې او مرکز بولان په سیمه کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان ، یو موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي ».
خبر زیاتوي چې :« په یادو عملیاتو کې پکتیا ولایت د جاني خیلو په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي ، د کنړ ولایت د واټه پور او د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان له منځه وړل شوي او د لوګر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي».
د یاد وزات په وینا ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ چاڼیز ، ۱۳خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۶پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۴هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
د دی وزارت په وینا ، په دی ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیري شوي دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *