دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ وسله ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲تنو داعشیانو په ګډون ۴۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي .
د خبرپاڼې پر بنسټ دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، خوست ، بلخ ، جوزجان فاریاب، کندز بغلان، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د غزنی ولایت ده یک و اندرو په ولسوالیو کې ۲۹ تنه طالب تروریستان وژل ، ۳۶ تنه ټپیان ، ۷ موټر ، ۶ موتر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي ، د بدخشان ولایت د راغستان په ولسوالۍ کې ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او د دښمن یوه قرارګاه له منځه وړل شوی ، د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کې د داعش ډلي پوځي مسوول مولوی هاشم اورکزي په شمول ۲ تنه داعشیان وژل شوي او د هلمند ولایت د سنګین او نادعلي په ولسوالیو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .
خبر پاڼه زیاتوي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱چاڼیز او ۱۱خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۹ولایتونو کې په لاره اچول شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۶۵ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۷ هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرو ډیرې بریدونه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې هم په شا تمبول شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *