دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د مخالفینی 126 کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې د مخالفو وسله والو د وژل کیدو ادعا شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ١٢٠ زيات مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بېلابېلو پوځي عملياتو په نتيجه کې ١٢٦ وسله‌وال چې په اعلاميه کې «تروريستان» بلل شوي، وژل شوي دي.
اعلاميه وايي، دغه پوځي عمليات چې د ناټو قاطع ملاتړ هوايي ځواک يې ملاتړ کاوه په زابل، میدان وردګ، غزني، هلمند، فراه، سرپل، بادغیس، تخار بلخ، غور او کاپیسا کې شوي دي.
د دغو عملياتو پر مهال د ٧٦ نورو وسله‌والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
دفاع وزارت وايي، په وژل شويو او ټپيانو کې د وسله‌والو مهم مشران هم شامل دي.
خو دغه ارقام د خپلواکو سره چينو له‌خوا نه‌دي تأييد شوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments