دفاع وزارت پراخ عملیات پيلوي

comments 0

2339 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات کوي.
لوی درستیز بسم الله وزیري ویلي، د عملیاتو سربېره د طالبانو له بنده د بندیانو خوشې کولو لپاره هم ځانکړی پلان لري.
تېره ورځ افغان ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالۍ له یوه کلن ځنډ وروسته بېرته له طالبانو نیولې ده.
د دفاع وزارت په خبره د خواجه عمري ولسوالۍ بېرته نیول د غزني د هغو سیمو بېرته نیولو د پلان برخه ده چې د حکومت له ولکې بیرون دي.
له دې سره د غزني والي وحیدالله کلیمزي ویلي، اوس به بیرته د ځینو ولسوالیو مرکزونه چې مخکې نورو سیمو ته لېږدول شوي وو، په خپلو پخوانیو ځایونو کې فعال شي.
خواجه عمري ولسوالۍ د غزني ښار شمالي برخه کې په ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments