دفاع وزارت: هیواد کې په تیرو 24 ساعتونو کې لږ تر لږ 121 ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملی فاع وزارت وایی، د هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پوځي عملیات ترسره کړي چې پایله کې د داعشیانو 14 په ګډون 87 تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او 34 تنه ټپیان شوي دی .
د ملی دفاع وزارت پهویب پانه کې لیکلی دي: «دغه ګډ عملیات چې د ننګرهار،لغمان،کاپیسا، پکتیا پکتیکا، لوګر،میدان وردګ، غزني کندهار، ارزګان، زابل،بادغیس، هرات، بلخ ، فاریاب،کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۱۴ تنه داعشیان وژل شوي، د لغمان ولایت په مرکز کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو مولوی معراج مشهور په تنګنا او حاجی علم ګل په شمول ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، او ۱۰ قاطرې چې وسلې او مهمات ورباندې بار وه له منځه وړل شوي، د کندز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې ۱۷ تنه طالب تروریستان وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان ، ۲ موټر ، یو موټر سایکل او د مهماتو نه ډکه یوه دیپو له منځه وړل شوې او د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي دي ».
په ویبپاڼه کې لیکل شوی :« په یادو عملیاتو کې د فاریاب ولایت د دولت آباد په ولسوالۍ کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو عبدالرحمن او صوفی قیوم په شمول ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱تنه ټپیان ، د زابل ولایت د شملزیو په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي ، دغزنی ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۶ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۵ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی ، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۳تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد په ولسوالۍ کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان د ملا غني په نامه وژل شوی دی ».
د یاد وزات په وینا ، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ چاڼیز ، ۱۴خاص کماندویي اویو شپنی عملیات د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۳پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۲۱هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
د دی وزارت په وینا ، په دی ورستیو کې د تروهګرو تلفات د پخوا به پرتله دیري شوي دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *