دفاع وزارت: د ملي اردو ۲۸۰ لوړپوړي افسران ترعدلي تعقیب لاندې دي

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: دفاع وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې له فساد سره د دغه وزارت مبارزه جدي وه او په همدې دلیل یې د جنرالانو په ګډون د اردو سلګونه افسران تر عدلي تعقیب لاندې نیول شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي وايې، د لوړپوړو افسرانو محاکمه دا ښیي، چې دفاع وزارت له فساد سره په مبارزه کې ژمن دی.

د اردو دغه افسران په ننګرهار، کابل، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې په علني توګه محاکمه شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments