دفاع وزارت: د داعش وسله والې ډلې ملا ماته شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: آزادي رادیو نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې هېواد کې یې د پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې د داعش وسله والو ملا ماته کړې ده.
د خبر له مخې، د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي چې د داعش په ګډون د ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې یې بریدونه دوام لري چې د خلکو امنیت ګواښي.
ده وویل: چې څومره داعش قوي شي، په ننګرهار او ټول مشرقي کې چې دوی ویل په ډېر قوت راپورته شوي، خو ملا یې ماته شوې، په دې مانا چې دوی له ستوني نیول شوي دي.
ښاغلي احمدزي که څه هم په افغانستان کې د داعش وسله والو د فعالیت سیمې او د هغوی دقیق شمېر یاد نه کړ، خو ویې ویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د نفوذ ساحې محدودې او شمېر یې کم شوی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه داعش ته د یوه احتمالي خطر په سترګه ګوري چې باید مخه یې ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments