دفاع وزارت: د تخار بهارک ولسوالي یې له طالبانو نیولي

comments 0

66 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې لږترلږه ۸۹ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل، چې د دغو عملیاتو په لړ کې د تخار ولایت بهارک ولسوالي له طالبانو بېرته ونیول شوه.

په وروستیو کې د تخار ولایت په رستاق، چاه آب، ینګي قلعه، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاوالدین او خواجه غار د مرکز تالقان ښار شمال ته پرتې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو لخوا د طالبانو خلاف عملیات پکې روان دي، چې طالبانو ته د درانې مرګ ژوبلې راپورونه ترې ورکړل شوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments