دفاع وزارت: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ترهګرو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

comments 0

9 Views

هندوکش ــ کابل: د دفاع وزات له لوري هندوکش ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز ولایت په مرکز د خان آباد په نوبدو کپرک کلي کې د هېواد د هوایي ځواکونو د هوایي ضربو په پایله کې، چې د پرون له ۱۱:۲۴ تر ۱:۱۰ دقیقو دوام درلود، ۱۴ طالب ترهګر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د ملاخېلو په ختیځ کلي کې، نن ۳:۲۲ دقیقې د هېواد د هوایي ځواکونو د هوایي ضربو په پایله کې، ۴ طالب ترهګر ووژل شول او یو عراده موټر يې له منځه یوړل شو.
دفاع وزارت په فراه کې هم وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه ولایت د مرکز شورابي کلي کې، نن ۳:۰۴ دقیقې د هېواد د هوایي ځواک په یوې بلې ضربې کې، ۲ طالب ترهګر ووژل شول او یو عراده موټرسایکل له منځه یوړل شو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments