دفاع وزارت: توره بوړه د داعش له شتون څخه پاکه شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان امنیتي ځواکونه په تازه او ځانګرو عملیاتو کې توره بوره د اسلامي دولت نومې ډله شتون څخه پاکه شوه.
دولت وزیري د ملي دفاع وزارت ویاند وایي ” د ننګرهار ولایت د چپرهار او پچیر اګام په ولسوالیو کې د هيواد د اتلو دفاعی او امنيتي ځواکونو د ګډو تعرضي او یرغلیزو عملیاتو په نتېجه کي چې د داعشې تروریستې ډلو پر ځالو او پټنځایونو د تورې بورې په غرونو او شاوخوا سېمو کې په تیرو دوه ورځو کې چې په لاره اچول شوي ول، د دغی سېمې ټول کلې د داعشیانو له شتون څخه پاک او دا مهال د هیواد پیاوړي سرتیري د تورې بورې او الفخیلو په کلیو او درو کي بشپړ تسلط لرې او په هغه تروریستانو پسې لټون کوي چي د قهرمانو ملي دفاعی او امنیتې ځواکونو څخه تښتیدلي او يا په غارونو کې پټ شوي دي.”
په دې اړه د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبر کې لیکلي چې، افغان امنيتي مېړني ځواکونه دتورې بوړې په تورو غرو ور وختل او دغه ستراتيژيکه سيمه يې د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پآکه کړه او افغان امنيتي ځواکونه دامهال دالف خېلو او مرخڼۍ کليو په لور دتعارض په حالت کې مخ په وړاندې روان دي .
خبر زیاتوي، چې دغه علميات ، چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو اړوند دڅلورمې پلې لوا ځواکونو په مشر ۍ پيل شوي پکې افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو سربېره، ملي امنتيت موظفين ، ملي ، سرحدي ، عامه نظم او سيمه اييز پوليس برخه لري
د ولایت مقام په وینا، په روانو عملياتو کې تر دې مهاله ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
د افغان امنیتې او دفاعې ځواکونو تازه عملیات په داسې حال کې ترسره ګیږی چې تر دې وړاندې داعش ډلې القاعده نه توره بوره ته اړوندې سیمې تر ولکې لاندې راوړي ول.
توره بوره هغه سیمه ده چې اساما بن لادن امریکا کې د ۲۰۰۱ کال ترهګریز پلان په لاره اچولې وه.
سپوژمې پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *