پنټاګون: امریکا به د خپل ماموریت تر بشپړولو پورې په افغانستان کې شتون ولري

comments 0

6226 Views

هندوکش ــ امریکا: د پنټاګون لوړپوړی چارواکی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر حضور ټينګار کوي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په وینا، امریکا چې تر هغه وخته اطمینان نه وي تر لاسه کړی چې افغانستان به یو ځل بیا د تروريستانو په خوندي ځای نه بدلیږي، ځواکونه به یې په دې هېواد کې پاتې وي. ښاغلي ایسپر دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر په شلمه نېټه د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې له ریس مارک میلي سره په ګډه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې په خبرو کې د طالبانو له مهمو غوښتنو یوه ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مذاکره کوونکي پلاوي غړي سهیل شاهین پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیليږي چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو توافقه لیک له امریکا سره لاسلیک شي.
بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلیږي چې د امریکاسره د ټولو خارجي عسکرو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي. په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول افغان جهتونه شامل وي، دا زمونږ موقف دی او وخت په وخت مو مطبوعاتو ته ویلی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments