دفاع وزارت: افغان امنیتي ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبان بیرته ونیوه

comments 0

11 Views

هندوکش – غزني: د ملي دفاع وزارت اعلان كړى، چې د غزني جغتو ولسوالي له دوو كلونو وروسته بېرته د افغان ځواكونو تر كنټرول لاندې راغله.
دغه وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د مبين عملياتو په دوهم پړاو كې، چې د جمعې په ورځ د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو لخوا د هوايي ځواك په ملاتړ د غزني په شمال كې پيل شوي وو، جغتو ولسوالي د وسله والو طالبانو له شتونه پاكه شوه.
سرچينه وايي، د يادو عملياتو په مهال ګڼ شمېر ځاى پر ځاى شوي ماينونه شنډ شوي او طالبانو ته درانه مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي دفاع وزارت په خبره، د جغتو ولسوالۍ په ازادېدو سره د غزني مالستان، جاغوري، اجرستان او ناوه ولسوالۍ د دې ولايت له مركز سره ونښلېدې.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغې ادعا په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments