دغزني اوسیدونکو له افغان ځواکونو اودغزني له ولایتي روغتون ډاکټرانو مننه وکړه

comments 0

2721 Views

هندوکش – غزني: دغزني ولایت اوسیدونکي له افغان ځواکونو او د ولایتي روغتون له ډاکټرانو خوښ دي،چې دتیرې ورځې دپیښې دټپیانو او قربانیانو لپاره یې په وخت رسیده ګي وکړه ،دغزني اوسیدونکي وايي که دملي اردو دځواکونو دپیښې په وخت کې لازم اقدامات نه واي ترسره کړي ښاي دپیښو دقربانیانو شیمر به له دې هم زیات وي،دوي همداراز له افغان ځواکونو څخه دمننې ترڅنګ غواړي چې دطالبانو په وړاندې بریدونه نور هم زیات کړي ترڅو دهېواد ټولې سیمې له دوي څخه پا کې شي،
دغزني ولایت یوتن اوسیدونکی بکتاش وايی چې دتیرې په پیښه کې دوه ورونه تپيان شو ي دي، خو دملي اردو ځواکونوپه طیارو کې دښې درملنې په موخه کابل ته انتقال کړي دي.
یاده دې وي چې طالبانو تیره ورځ په غزني ولایت کې په یوه بریدکې ۶ تنه ملکي کسان شیهدان او ۱۷۷تنه یې تپیان کړي دي، دیادې پیښې ډیري قربانیان ماشومان او دښوونځي زده کوونکي وو.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments