دغزني امنيتي منسوبینو دوه تنه دتروریستي فعالیتونو او غلا په تور نیولي دي

comments 0

321 Views

هندوکش_غزنی: دغزني ولایت امنیه قوماندانۍ تیره شپه دغزني مرکز ته څیرمه داهنګران کلي له څخه دوه تنه چې په دوسله والو غلاوو او تروریستي فعالتونو کې ښکیل وو لاس په لاس له یومیل تمانچې او یو عراه موټر سایکل سره ونیول.
نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي دي او دوسیې به بې ژر ترژره دقانون دتطبیق لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته به وسپارل شي.
شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments