دشمالي کوریا ستونزه باید د خبروله لاري حل کړی شي

comments 0

198 Views

هندوکش _ چین: جنوبي کوریا، چین او جاپان د خبرو له لارې د شمالي کوریا د اټومي مسئلې پر حل ټینګار کړی دی. چین، جاپان او جنوبي کوریا په همدې تړاو یو درې اړخیز کنفرانس جوړ کړی و او ټینګار یې کړی چې د شمالي کوریا ستونزه باید د خبرو له لارې حل کړل شي. دوی وایي په شمالي کوریا کې ثبات او پرمختګ د درېواړو هېوادونو په ګټه دی او دوی باید هڅه وکړي چې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ خبرو کې همکاري وکړي. چین تر دې وړاندې هم ژمنه کړې وه چې له امریکا سره به د شمالي کوریا د اټومي ستونزې د حل په برخه کې همکاري کوي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي او یو بل ته یې د بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.
دا څوځلي ده چي دامریکا اوشمالي کوریا ترمنځ شخړي پیدا شوي خو داځل دغه دري هیوادونه غواړي چي دامثله د خبرو له لاري یوي نتیجي ته وه رسوي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments