دسعودي عربستان دپاچا ناسکه ورور مړشو

comments 0

15 Views

هندوکش-عربستان:د سعودي د پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز السعود ناسکه ورور متعب بن عبدالعزیز السعود په ۸۸ کلنۍ کې ومړ.
د سعودي عربستان دولتي اژانس په دې اړه له جزیاتو ورکولو پرته ویلي چې د ښاغلي متعب جنازه به نن سه شنبه د ماخستن له لمانځه وروسته ادا شي.
شهزاده متعب په ۱۹۳۱ کال نړۍ ته راغلی او سعودي عربستان د بنسټ ایښودونکي شاه سعود د ۴۵ زامنو له ډلې یو شهزاده دی.
نوموړی د بیعت د پلاوي له ډلې یو کس و چې د پاچا او ولیعهد د ټاکلو مسوولیت پر غاړه لري او تر ۲۰۰۹ کاله پورې يې ګڼې دولتي دندې هم ترسره کړې دي.
نوموړي د سعودي عربستان پر مهمو څوکیو ۵۴ کاله کار کړی او په ۱۹۵۵ کال کې د مکې امیر هم و.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments