درې ولایتونو کې پرطالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، هوايي بریدونو له امله په هلمند، کاپیسا او بلخ کې یویشت وسله وال وژل شوي دي.

غوڅ ملاتړ له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کاپيسا اله سای ولسوالۍ کې هوايي برید د امان الله په نوم د طالبانو یو سرګروپ او دوه نور طالبان وژلي دي.

اعلامیه کې همداراز راغلي چې هلمند کې هم د ورته برید په پایله کې یوولس طالبان او د بلخ چمتال ولسوالۍ کې بیا یو بل هوايي برید اوه طالبان وژلي دي.

په اعلامیه کې د شویو عملیاتو کره وخت نه دی ښودل شوی او نه هم طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments