درې ولایتونو کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – وردک: میدان وردګ غزني او خوست ولایتونو کې د نښتو او هوایي برید له کبله پنځه څلویښت وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دوه سوه دری تندر قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ د صد مرده  سیمه کې د دغه ولسوالۍ لپاره طالبانو د کمیسیون رییس مولوي حبیب الله په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان هوايي ځواکونو د غزني ګیرو ولسوالۍ پناه  سیمه کې پر وسله والو برید کړی چې له کبله یې شپاړلس وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې افغان ځواکونو همدا راز د  آب بند ولسوالۍ د خدوخیلو سیمه کې لس وسله وال وژل شوي څلور ټپیان دي او د مرکز اړون نوغي سیمه کې هم څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د دوه سوه دری تندر قول اردو په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې عملیات کړي او په پایله کې یې دوه وسله وال وژل شوي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments